د لوی مارکسی عالم اعجاز احمد د مهم علمی کتاب “ د تیورۍ په اډاڼه کې طبقې (پاړکونه ) ملتونه ( قامونه ) او ادبیات…لنډه شننه

اعجاز احمد په دغه مهم علمی اثر په معارفی introduction کې د بحث بنیادی موضوع د استعمار ضد ملتپالنې راټوکېدل او زوال، د استعمار وروسته دولتونو کمزورۍ، او په غربی ادبي تیورۍ کې له مارکسیزم څخه د پوسټ سټرکچلزم په طرف تګ د خپل وخت زمان او مکان مهمو معروضی سیاسی او اقتصادی پېښو ته کوی. د لیکوال په نظر دغه نوی فکری منظر نامه او بدلونونه یوازې د پوهانو او تیوریسنانو د نوو افکارو نتیجه نده بلکې د هغه وخت له ژورو سیاسی، اقتصادی او تاریخی بدلونونو سره نیغ په نیغه اړیکه لری.