د ستر لایق صیب د ادبی روایت لار
سلیمان لایق له خپل وخت او زمانی لوی شاعر ؤ لایق ځکه هم لوی ؤ چې د یو ټولنیز فارمېشن شاهی استبداد د پای او د بل نوي ټولنیز فارمېشن، ملي جمهوري انقلاب په پیل کې ولاړ وو. د دواړو ټولنیزو جوړښتونو له منځ پانګو او شکلونو څخه یې لوره آګاهي درلوده. ګویټې ، شکسپیر او غالب هم په دغسې د ټولنیز بدلونونو په وخت او عصر کې ژوندی لوی هنر مندان ؤ.
افغان جهادی پروژه چې ماهیتی روح او مانا یې ضد عصر (Anti Modern)او ضد انکشاف (Retrogressive )او ضد افغان ملتپالنه وه. لایق د دغه پروګرام او برنامې په مقابل کې ولاړ د سپارټاکس د غلامانو او مظلومانو د مزاحمتی سرود تکسور انقلابی ؤ.
بله مهمه نقطه دا دی چې د سلیمان لایق د شاعرۍ او هنر د لوړوالي جدلیاتی جوهر په دی کې ده چې د سلیمان لایق شعري تخلیق تر شا د هغه پېر انقلابي پېغام او د حزب دموکراتیک خلق ټولنیزه برنامه او پروګرام موجود ؤ. که سلیمان لایق سیاسی نه وای، هېڅکله به سلیمان لایق دومره غټ شاعر او تخلیقکار نه ؤ. په کوځه پښتونخوا کې د دغه روایت لوی نومونه او استازي اجمل خټک ، سلیم سیف الرحمان، ډاکټر خالق زیار، صاحب شا صابر او رحمت شاه سایل په څېر مترقی ملتپاله د طبقاتی شعور لوی شاعران او لیکوالان ؤ او دي.
له دوه زره څوارلسم کاله تر دوه زره شلم کال پوری ډیر ځله مو سلیمان لایق په سیاسی او ادبی مجالسو کې اورېدلې او لېدلې ؤ. هغه په خپله ماضی ، مبارزې او ګوند افتخار کاؤ، خو له دې سره یې په خپلو ځینو اشتباهاتو ته هم بربنډه ګوته نیوله.
هغه په په دوه زره اتلسم کال کې د حزب دیموکراتیک خلق په څلویښتمه کلېزه کې چې د تره کي فکري بنسټ او میوزیم له خوا په کابل کې جوړه شوې وه په ډیر افتخار او ویاړ ګډون وکړ.
د تره کی فکري بنسټ په فعالیتونو یې زښته زیاته خوښي څرګنده کړې وه او ویل چې ځوانان باید له لیبرل ګرانټ بیسډ این، جي اوز ، تنګ نظره قبیلوی او مذهبی ارتجاعی ډلو پر ځای د افغان مظلوم انسان په ګټه د منظمی جمهوري سیاسی مبارزې د روایت په دوام تشکیلاتی ګوندی جوړښتونو باندی تمرکز وکړی. هغه په ادب کې د دقیانوسیت، محافظه کاری، قصیده ګوئی، ادب فقط د ادب لپاره د تش رومانوی لفاظی خیال پلاؤ د بې مانا تجرید او بې مقصد هاونټ ګرانټ د میکنیکل مشق په څرګند ډول مخالف ؤ.
هغه د ګل کڅونو په دښتو او ستړو لارو کې د کېږدۍ او شنه اسمان لاندی د مظلومو پونده بې کوره او سپېرو ډاګونو باندی مزل کونکو د پرې قیمصونو، پرې پراویزونو او لمنو د اوښبنو کوچانو د کاروانونو غږ او ترجمان ؤ.
د ثور انقلاب د انقلابی سرودونو خالق د ستر لایق د ادبی هنر او سیاسی مبارزې محاسبه، د هغوی د فکر لار ، ماهیت ، مانا او پېغام ته د رسېدو لارې د شلمی پېړۍ د سوشلسټ روایت د هغه لوی علمی ادبی روایت په پوهیدنې کې نغښتې چې سر لاري یې انتینو ګرامشی، فرانز فینن، ایمی سیزار، والټر راډنی، محمود دروېش، ناظم حکمت، میکسم ګورکی، پابله نروده ، جارج لوکاش او ستر سټارټ هال په څېر عالمانو او لویو هنر مندانو اېښې ؤ.
په لومړي ځل چې یې د ترهکي میوزیم او ترهکي فکري بنسټ ته راغی، کتابخانه، آرشیف او د کنګري له کوټې یې کتنه وکړه ډېر خوښ شو، وې ویل: «له تاسو ډېر تشکر او آفرین چې دومره غټ کار کوئ…
که د عدل ونه وچه شوه لایقه،
ژوند به مړ شی ټول جهان به ادیره شی