د شانګلې شهيد مزدوران

تحریر: وسیم مراد

shangla coal mine workers

د جولائي د میاشتې په ۳۰ کال ٢٠٢٦ په نېټه د بلوچستان صوبې د مرکز کويټې ښار ته نږدې سورنج په سیمه کې د کوئله کان کې یوه چاودنه وشوه. دغه پېښه د میتان ګيس د زیات راټولېدو له امله رامېنځ ته شوه.
د چاودنې په وخت کې د کان دننه شاوخوا ٣٦ تر ٤٢ پورې مزدوران په کار کې بوخت وو.

ریسکیو ټیمونه کان ځای ته ورسېدل او د امداد عملیات يې پېل کړل. په پای کې ټول ٣٦ جسدونه راوستل شول او هیڅوک ژوندی پاتې نشو. دا ډېر وژل شوي مزدوران د خیبر پښتونخوا د شانګله ضلعې اوسېدونکي وو، چې د خپلو کورنیو د روزۍ لپاره دي لرې سیمو ته تللي وو.

د وژل شوو ٣٦ مزدورانو څخه ٣٤ تنه د خیبر پښتونخوا د شانګله ضلعې اوسېدونکي وو. د دوي څخه ۲۳ تنه یوازې د یو کلي، میان کلي، (پیر آباد) چې په يتيم کلي مشهور دى هغې اوسېدونکي وو. پاتې نور د کانا, بیلې بابا، دولت کلي او نږدې کلو څخه وو.
دوي کې ډير ځوانان وو او د ۱۷ څخه تر ۲۵ کلونو پورې يې عمرونه لرل. لا په ځوانۍ کې وو او د خپلو کورنیو د روزۍ یوازینۍ هیله ګرځېدلي وو. دوي د شانګله په غرنیو سیمو کې د کار د نشتوالي له امله سلګونه کلوميټره لرې بلوچستان ته تللي وو تر څو په کوئله کانونو کې کار وکړي او خپلو کورنیو ته نفه واستوي.
دوي د غريبو کورنیو څخه وو. ځینو د کورنو نور مشران هم په تېرو کلونو کې د کوئله کانونو په نورو حادثو کې مړه شوې وو او اوس دوي پخپله یتیمان شوي وو. دى پيښه کې د یوي کورنۍ درې وروڼه او تره په یوځای مړه شوي دي، په بله کې دوه وروڼه، او ډېر نور یې تربوران او نږدې خپلوان وو. په میان کلي کې تقریباً هر کور ته د یوه یا ډېرو عزیزانو جسد راغلی او ټوله سیمه په ماتم کې ډوبه شوې ده.
د سیمې د اقتصادي وضعیت له مخې ډېرې یې لږ یا منځنۍ زده کړې لرلې او د لوړو زده کړو یا د کار فرصتونه ورته د نيشت برابر وو. هم دا وجه وه چې دوي مجبور شوي وو چې د خطرناکو کانونو کار ته لاړ شي.
دې ځوانانو نه یوازې خپل ژوند له لاسه ورکړو، بلکې په شانګله کې یې ډېرې ميرمنې کونډې، ماشومان یتیمان او والدین بې سرپرسته پرېښودل. دا غمېزه د هغه سټرکچرل ظلم یو اړخ دى چې غریب ځوانان یې د خپلې روزۍ لپاره مجبوروي چې خپل ژوند په خطر کې واچوي.

دا غمېزه یوازې یوه جلا او ناڅاپي پېښه نه ده. دا د پاکستان د کوئله کانونو د اوږدمهاله، سیستيميټيک او تکراري ستونزو ده چې کلونه کلونه یې دوام لري.
هر کال په دې کانونو کې سلګونه مزدوران د چت ړنګېدو، زهرجنو ګيسونو (میتان او کاربن مونو اکسایډ)، اور لګېدو، د هوا نشتوالي او د خوندیتوب د وسایلو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د لوکل خلکو او ارګنایزېشن له مخې هر کال د ٤٠٠ څخه تر ٧٠٠ پورې مزدوران مړه کېږي او زرګونه نور معذوران، د پړپوسانو او دمي مريضان یا د تنفسي ناروغیو ښکار کېږي. تقريباً ټول کانونه لا وس هم په زړو او خطرناکو طریقو چلېږي. مزدوران د ټيکېدارانو (کنټریکټرانو) سره ريجسټر وي، خو د ټولنیز امنیت ادارې (EOBI)، مائين او ليبر ډيپارټمنټ سره نه وي راجسټر کړي، او د مرګ یا ټپي کېدو په صورت کې معاوضه هم کمه او ځنډېدونکې وي.
د کوئله کانونو سیسټم لا هم په لویه کچه غیر رسمي پاتې دی. دا سیسټم د مزدورانو د استعمار لپاره جوړ شوی دی، نه د دوي د حقونو لپاره. په دې سیسټم کې څو مهمې طبقې او طریقې کار کوي چې یو له بله سره تړلي دي او غریب ځوانان یې په اسانۍ سره نیسي.
په ډېرو کانونو کې مزدورانو ته حجرت نه ورکول کېږي. بلکه د شریکې یا حصې سیسټم کار کوي. مزدوران د راوباسلي شوې کوئلې د ګټي یوه برخه اخلي، خو دا برخه کمه وي. ټيکېدار (کنټریکټر) یا منیجر لومړی خپله لویه برخه اخلي، بیا یې میټ یا مشر مزدور ته ورکوي، او په پای کې عادي مزدور ته ډېر لږ پاتې کېږي. که مزدور ښه کار وکړي نو ټيکېدار ګټه کوي، که حادثه شي نو مزدور خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا سیسټم مزدور د کاريګر نه، بلکې د یوه خطرناک وسیله په توګه ګوري.

په کانونو کې میټ (مشر مزدور یا فورمین) او منیجر/ټيکېدار د ټول سیسټم کنټرول لري. میټ د نوي مزدورانو د ريجيسټر، د کار د وېش او د پیسو د وېش مسؤلیت لري. ډېر ځله میټ پخپله د ټيکېدار سره په جوړجاړي کې وي. نوي ځوانان د میټ په رحم پورې تړلي وي. که میټ خوشحاله وي نو کار ورکوي، که نه نو بې کاره يې پرېږدي. همدا لامل دی چې د میټ یا ټيکېدار سره اړیکه جوړول د ځوانانو لپاره یو امتیاز ګڼل کېږي.
شانګله یوه غرنۍ او اقتصادي وروسته پاتې سیمه ده. دلته د کار فرصتونه ډېر لږ دي. کله چې یو ځوان د کوئله کان کار پیدا کړي، نو دا د ټولې کورنۍ یو لوی خبر وي. دا ټولنیز بندیز ځوانان مجبوروي چې د خطر سره سره کار ته لاړ شي. که یو ځوان رد کړي نو د سست یا بې غیرته په نوم یې یادوي. د کورنۍ پورونه، د خویندو د واده لګښتونه او د والدینو درمل یې مجبوروي چې هر خطر ومني.
پښتونولي په اصل کې د غیرت، میلمستیا، خپلوي او زړه ورتیا کوډ دی. خو په دې سیسټم کې یې ناوړه کارونه هم کېږي. ځوانان ته ویل کېږي چې پښتون یې، ډارېږه مه، د کورنۍ ګټه ستا ذمه ده، که نه لاړې نو د کورنۍ نوم به خراب شي. دا فشار دوي مجبوروي چې بې روزګاره پاتې نه شي او حتی د ۱۸ کلونو نه کم عمره هم کان ته لاړ شي. د شکایت کولو یا د خوندیتوب غوښتلو لپاره هم ځای نشته، ځکه چې دا بې غیرتي ګڼل کېږي.
په دې کانونو کې هیڅ قسمه ټریننګ یا روزنه نشته.
نه د لاندې کار زده‌کړه، نه د ګيسونو په اړه معلومات، نه د خطر په وخت څه کول.
ځوانان مستقیم کان ته ورځي او هلته په کار کې زده کوي. ډېر ځله هغه هلکان چې لا ۱۷ کاله هم نه وي کارونه کوي. دا د ماشومانو د کار د نړیوالو اصولو خلاف خبره ده.

لکه څنګه چې په تېرو بحثونو کې هم څو ځله یادونه وشوه، دا ستونزه یوازې اقتصادي یا تخنیکي نه ده، بلکې یوه ژوره سیاسي مسئله ده، د عوامو او دولت ترمنځ. اسمبلیو کې د کوئله کان مزدورانو د خوندیتوب، مناسب معاش، ثبت، بیمې، معاوضې او نورو اساسي حقونو لپاره جدي بلونه او ریزولوشنونه نه دي وړاندې شوي. قوانین یا نشته، یا یې نفاذ نشته.
تر څو چې اسمبلیو کې د مزدورانو د حقونو لپاره قوي قوانین نه وي جوړ شوي او عملي شوي، داسې غمېزې به دوام ومومي. دا د مزدورانو، د دوي د کورنیو او ټولې ټولنې حق دی چې د دې سیاسي مسئلې حل لپاره جدي غږ پورته شي او مسؤولو کسانو ته حساب ورکړل شي.