د لوی مارکسی عالم اعجاز احمد د مهم علمی کتاب “ د تیورۍ په اډاڼه کې طبقې (پاړکونه ) ملتونه ( قامونه ) او ادبیات…لنډه شننه

Latest

اعجاز احمد په دغه مهم علمی اثر په معارفی introduction کې د بحث بنیادی موضوع د استعمار ضد ملتپالنې راټوکېدل او زوال، د استعمار وروسته دولتونو کمزورۍ، او په غربی ادبي تیورۍ کې له مارکسیزم څخه د پوسټ سټرکچلزم په طرف تګ د خپل وخت زمان او مکان له معروضی سیاسی او اقتصادی وضعیت سره یې په تړون کې ګوری. د لیکوال په نظر دغه نوی فکری منظر نامه او بدلونونه یوازې د پوهانو او تیوریسنانو د نوو افکارو نتیجه نده بلکې د هغه وخت له ژورو سیاسی، اقتصادی او تاریخی بدلونونو سره نیغ په نیغه اړیکه لری.

له 1945 څخه د 1970 تر نیمایي پورې استعمار ضد ملتپالنه یو قوی تاریخی مترقی نهضت ؤ. د اسیا او افریقا ګڼو ولسونو او قامونو د استعماري واکمنۍ پر وړاندې مبارزه وکړه او د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او برخلیک ټاکنې حق یې وغوښت. افغانی مشروطه نهضت، د امیر امان الله خان عصری اصلاحات، د افغانستان استقلال او په کوځه پښتونخوا کې د خدای خدمت ګارۍ نهضت یې زموږ په سیمه کې مهم مثالونه کېدلای شی.
هم دغسی ورپسې په چین، کیوبا، الجزایر، ویتنام او جنوبی افریقه کې انقلابی غورځنګونو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ذده کونکی، استاذان ، لیکوالان او سیاسی نهضتونه تر خپل تاثیر لاندی راوستل. د دغو ټولو مبارزو بنیادی نقطه هم دا وه چې د خپل محکوم وطن ولسونه ته د ملی خپلواکۍ واک او برخلیک ترلاسه کړی. له همدې امله، په ځانګړي ډول د 1960 لسیزې پر مهال، د غربی پوهنتونونو ډېرو پوهانو د درېیمې نړۍ ادبیات او کلتور د مزاحمت ، انسانی کرامت او تاریخی او ټولنیزو بدلونونو سرچینې وبللې. په دې توګه، کلتوري ملتپالنه Cultural Nationalism د استعمار او امپریالیزم پر وړاندې د یوه مهم فکری اپوزېشون په توګه ومنلې شوه.

اعجاز احمد د دغسی ډول پوهاوئ په ډیرو کوټلو دلایلو رده وی او په دغه نقطه ټینګار کوي چې هر ډول ملتپالنه ( قامپرستی) انقلابی او ازادي‌بښونکې نه وی. د ولسی ازادۍ غوښتونکو غورځنګونو او د ملي بورژوازۍ د ملتپالنې ترمنځ مهم توپیر شته.

ملی بورژوازي ( ملی سرمایه دار ) هغه ځايي واکمنه طبقه وی چې له استعماری خپلواکۍ وروسته یې د دولت واک ترلاسه کړې وی. دوی په ابتدا کې د خپلو طبقاتی ګټو برعکس د ازادۍ، پرمختګ او ټولنیز بدلون وعدې کوی خو ورسته چې کله واک ته رسېږی بیرته د جبر او استثمار په حالت بدلېږی. ځګه موږ ګورو چې په ډېرو استعمار وروسته هېوادونو کې حکومتونه استبدادي شول. په دغه نقطه کې پاکستانی واکمنه پنجابی ولسی او نظامی. بورژوازی ښه مثال کېدلای شې. بلوڅ او پښتون قامی سوال د دغه تضاد نا حل شده ښه بیلګه کېدلای شی.

په دغه بهیر کې د سرمایه دار نړیوال مارکیټ سره تړون ، تجارت او په قرضونه تکیه هم د دی لامل شوی چې کوورنی ملی ناحل شده فالټ لاینونه لا پسې تشدید Intensify کړی. په دغسی حالت کې د ثبات پر ځای ټولنه نوره هم په مذهبی او قامی تضاداتو سره تقسیم شی. ځکه موږ ویلای شو چې د کلتوری ملتپالنې فکری اډاڼه چې غربی پوسټریکچلسټان یې تبلیغات کوی کومه حتمی د تاریخ د خاتمې د شعار په څېر ابدی حقیقت ندی.

په 1980 کې د ځینو استعمار وروسته هېوادونو ناکامۍ، د انقلابی غورځنګونو شاتګ او ماتې، د نړیوال پانګوال نظام پراخېدونکې قوت په غربی واکمنه امریکایی اکاډمی کې سیاست او فکر دواړه بدل کړل. د لوېدیځ ډېرو روڼ‌اندو شوروی اتحاد تر ډېره یوازې د هغه د بیروکراسۍ، جمود او ناکامیو له لارې یاداوه؛ خو له استعمار ضد مترقی ملتپالو غورځنګونو سره یې مادی، پوځی او دیپلوماتیک ملاتړ له پامه وغورځاوه. د بېلګې په توګه، شوروي اتحاد په سویلي افریقا کې د افریقایي ملي کانګرېس له مبارزو سره په کلکه درېدلې. حتا شوروی اتحاد هغه لومړی هېواد ؤ چې د افغانستان ملی استقلال یې په رسمیت وپېژندو. په دغه مورد کې لینن تاریخی مکتوب او له افغانستان سره هر اړخیزه مرستې یې ښې بیلګې کېدلای شی. په غربی اکاډمۍ کې د شوروی اتحاد د دغو ټولو مثبتو خواؤ څخه هېڅ یاداوری نه کېږی.

د دغه مهم علمی کتاب په تعارفی برخه کې د جنوبی افریقې او فلسطین ترمنځ هم د پام وړ مقایسه شوې. د جنوبی افریقه اپارتایډ رژیم په نړیواله کچه وترټل او تر فشار لاندې سو خو له بده مرغه هم دغه ډول د اسرائیل په استعماری پراخیتا او جبر غربی امریکایی اکاډمی خاموشه پاتی شوه . د غربی کیڼ اړخو یوې لویې برخې د جنوبی افریقې د اپارتایډ رژیم پر ضد د مبارزې ملاتړ کاوه، خو بل لور ته یې د اسرائیلی استعماری دولت په ریښو یې هغسی جدی انتقاد نه کاؤ.

کله چې په غربی پوهنتونونو کې د مارکسیزم او ملتپالنې تاثیر کم شو نو ځای یې پوسټ سټرکچلزم ونیو. دغه فکری جریان په غربی واکمنه امریکایی امپریل اکاډمی کې غالب فکر داسی ؤ چې تاریخی حقیقت، ټولنیز هویت، طبقه، ملت، سیاسی تنظیم، ګوند او ګډ انسانی ارښتونه یې تر پوښتنې لاندې راوستل.

د ملتپالنی (قامپرستی)په اړه اعجاز احمد وائی چې ملتپالنه کله ناکله طبقاتي نابرابری، د ښځو ځپل او ارتجاعي سیاستونه پټولای شی. خو بل پلوی ته هغه په داسی ټول فکری اډاڼه مدلل ګوزار کوی چې د ملتپالنې ټول ډولونه یو ډول ګڼل او ردول چورلټ جهالت دی. دا ډول فکری باور د استعمار پر وړاندې د مترقی progressive او ازادی بښونکې ملتپالنې او د واکمنې طبقې د ګټو ساتونکې ارتجاعي ملتپالنې ترمنځ اړین توپیر له منځه وړي.


د دغه مهم کتاب د پیل څپرکی په پای کې لیکوال د مارکسیزم له بنسټیزی دعوی دفاع کوی او وائی چې طبقاتی دعوه ځکه مهمه دی چې کلتور او افکار له پانګوالۍ، امپریالیزم، طبقاتي اړیکو او تاریخی بدلون سره تړی. له دې پراخ او ویړ تاریخی او مادي لید پرته، ادبی تیوری ښايی متنونه او هویتونه تشریح کړي، خو دا په بشپړ ډول نه شی څرګندولای چې استعمار، نابرابري او استبدادی واکمنی ولې او څنګه دوام پیدا کوي. په دغه بهیر د پوهیدو لپاره د مارکسیسزم له علمی غلبیل تېرېدو او پوهیدو پرته بله لنډه لار نشته………..