موږ څوک یو او څه غواړو؟
سباؤن د کیڼ اړخو (left-Leaning)، استعمار ضد پښتنو عالمانو او مبارزینو یو نوښت او پیل دی.
موږ څوک یو؟
سباؤن د کيڼ اړخو (left-Leaning)، استعمار ضد پښتنو عالمانو او مبارزینو یو نوښت او پیل دی. دا یوه انتقادي ډیجټلی خپرونه ده چې د پښتونخوا، افغانستان او سیمې تاریخ، د سیمی سیاسي بدلونونه او جیوپولیټیکي حالاتو شننه او تحلیل کوی. د نژاد، طبقې او جنسیت پر محور د بحثونو په رامنځته کولو سره، د سباوون ملګري هڅه کوي چې په اوسني سیاست او فکري مناظرو کې موجوده تشه ډکه کړي. موږ په خپلې ځانګړې سیمه کې د ټولو جنګ ضد غورځنګونو او هڅو ملاتړ کوو. زموږ سیمه چې له ډیرې مودې د استعمار او له استعمار وروسته دولتونو لهخوا د اوږدو جنګونو په میدان بدله شوې او په نتیجه کې ګڼ شمېر بېګناه انسانان وژل شوي او لا هره ورځ له تشدد او جنګ سره مخ دي. په تاریخي توګه د پښتونخوا سیاست له افغانستان او د هغه ځای له سیاسي غورځنګونو او په پاکستان کې له پوسټ کالونیلیسټ سیاسي بهیرونو سره ژورې اړیکې لري. له همدې امله، موږ د ریښتینې ډيکالو نایزېشن Decolonization غوښتنه کوو. زموږ په باور او اند دا بهیر تر اوسه بشپړ شوی نه دی. موږ همدارنګه د مهاجرینو (کډوالو) او ځايي کارګرانو د استثمار او غیرانساني چلند مخالفت کوو، په ځانګړي ډول د ترانسپورټ کارکوونکو، سرحدي مزدورانو، تعمیراتی (ساختمانی construction) کارګرانو او نورو هغو ځپل شویو کارګرانو چې په غیررسمي اقتصادي جوړښتونو او چوکاټونو کې کار کوي. موږ باور لرو چې د پښتنو او بلوڅو قامي سوال که یوې خواته د پاکستان د عمومی سیاست سره تعلق لری ولی بل خوا د تاریخی وجوهاتو په بنسټ ځانګړې جوړښت هم لری. سیاسي عالمان او فعالان باید د دولت د مرکز پلوه، نژاد پلوه ، اکثریت پلوه سیاستونو او د ملي خوځښتونو پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي. موږ همدارنګه اوسنۍ مذهبي بنسټپالنه، چې وخت په وخت د استعماری قوتونو لهخوا پیاوړې شوې، د اسلام له هغو سترو استعمار ضد او سوسیالیستي پلوه سیاسی روایتونو سره په ټکر او مخالفت کې ګڼو چې زموږ د مزاحمتی سیاست او تاریخ زرین باب جوړه وي.
زموږ شعار
جنګ ضد
استعمار ځپنه
سوشلزم
طبعیت ساتنه
سباؤن
© ۲۰۲۶